په بریتانیا کې څو ورځني لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي، چې څه باندې ۱۰۰۰ کسان نیول شوي دي. دغه لاریونونه وروسته له هغې پیل شوي چې د انګلش ټاوین سیمې په شمال کې په سوت پورت ښار کې درې نجونې ووژل شوې او تور یې پر یوه کډوال پورې شو. پولیسو ډیر نیول شوي کسان په زندانونو کې اچولي او ځینو نیولو شویو کسانو ته د زیاتې مودې لپاره د زندان تېرولو سزاګانې ورکړل شوي دي. سره له دې چې په بریتانیې کې په ډله ییزو وژنو کې د وسلو څخه کار اخیستل ډیر لږ شوي دي خو د تېر کال د مارچ تر میاشتې ۴۰ په سلو کې د وژنو په قضیو کې د چاقوګانو څخه کار اخیستل شوی.