د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، په غزه کې پر یوه اوربند توافق کولی شي ایران د اسراییل پر ضد له غچ اخیستونکي برید څخه راوګرځوي. ایران ژمنه کړې چې په تهران کې د اسماعیل هنیه د وژل کېدو غچ به واخلي. جوبایډن پرون د یوې پوښتنې په ځواب کې چې، ایا د اسراییل او حماس ترمنځ اوربند کولی شي د ایران د احتمالي برید مخه ونیسي وویل، همدا یې تمه ده. بایډن ټینګار کړی چې دی به د غزې په جګړه کې د اوربند د رامنځته کولو او د اسراییلي یرغملو د خلاصون لپاره له هڅو په شا نهشي.