اوکرایني ځواکونو د روسیې په کورسک سیمه کې ناڅاپي بریدونو ته دوام ورکړی او په ګاونډي بلګورود ولایت کې یې بمباري کړې، چیرې چې والي بیړنی حالت اعلان کړی دی. اوکرایني ځواکونه پرون کورسک ته ننوتل چې تراوسه یې لسګونه ښارګوټي لاندې کړي دي. دا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د روسیې په خاوره کې د بهرنیو ځواکونو تر ټولو لوی برید ګڼل شوی دی. د روسیې په خاوره کې له یوې اونۍ جګړو وروسته د اوکراین د پوځ مشر سیرسکي د دوشنبې په ورځ وویل چې سرتیرو یې د روسیې شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره مربع خاوره نیولې ده.