د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په خبري غونډه کې ویلي، چې ځواکونه به یې په کورسک کې خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړي. نوموړي دغه راز ویلي، جنرالانو ته یې امر کړی چې د روسیې په خاوره کې بل مهم ګام هم واخلي. پرون د اوکرایین د پوځ مشر اولکساندر سیرسکي ددغه هېواد ولسمشر زیلینسکي ته د خپلو پرمختګونو په اړه راپور ورکړ او ویې ویل چې د سودژا سرحدي کلي کنټرول یې په لاس کې اخیستی دی. اوکراین وروسته له هغه په لوېدیځو سیمو کې د روسیې په لور پرمختګ وکړ چې زرګونه سرتېري هلته ځای پر ځای او پر روسي ځواکونو یې قوي بریدونه وکړل. اوکراییني ځواکونو ادعا کړې چې شاوخوا زره کیلومتره مربع ساحه یې له روسیې څخه نیولې ده.