د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو په نهم پړاو کې سبا دوه لوبې ترسره کیږي. د مالوماتو له مخې امو لوبډله به د بست پر وړاندې او مس عینک لوبډله به د بند امیر پر وړاندې مخامخ شي. د دواړو لوبو ترسره کېدو وروسته به د جډول لومړۍ لوبډله په ډاګه شي. بست لوبډلې تر دې دمه ۲ لوبې کړې دواړه یې ګټلې دي؛ خو امو لوبډلې بیا تر اوسه کومه لوبه نه ده ګټلې. مس عینک لوبډله چې سبا به د بند امیر لوبډلې سره مخامخ شي، تر اوسه خپلې دواړه لوبې ګټلې دي او بند امیر لوبډله بیا یوه بریا لري. د یادولو وړ ده، چې د تېر کال اتله لوبډله سپین غر تر اوسه هېڅ لوبه نه ده ګټلې. د شپږیزې کرکټ لیګ ۲۰ اوریزې سیالۍ چې د روانې زمري میاشتې په ۲۲مه نېټه پيل شوې د وږي میاشتې تر ۴مې نېټې پورې به دوام وکړي.