د بښنې نړۍوال سازمان له المانه غوښتي دي چې د افغانانو منلو ته ادامه ورکړي. داسې اندېښنې موجودې دي چې ممکن المان د اقتصادي ستونزو له امله د افغانانو د منلو پروګرام ودروي. د بښنې نړۍوال سازمان د المان څانګې وياندې تريسا بريګمن ویلي، چې د افغانستان لپاره د منلو پروګرام د هغو افغانانو لپاره د هيلو یو څرک دی. بريګمن زیاته کړې چې له خطر سره د مخامخ افغانانو د منلو پروګرام په ادامه کې د آلمان د کورنیو چارو وزارت رول لري. د آلمان خبري آژانس د راپور له مخې، د دغه پروګرام له لارې د شاوخوا ۳۱۰۰ افغانانو د منلو غوښتنې منل شوي او په پام کې ده چې وایستل شي، خو راتلونکې ېې نامعلومه ده.