دوحه کې د غزې د اوربند او د یرغمل شویو د ازادولو د دوه ورځنیو خبرو تر پایته رسېدو وروسته، امریکا، مصر او قطر په یوه ګډه اعلامیه دغه خبرې رغنده بللې دي. د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، دغو خبرو کې دواړو خواوو ( حماس او اسراییل) ته د اوربند پلان وړاندیز شوی او ټاکل شوې چې د اوربند هوکړې د وروستي کولو لپاره منځګړي هېوادونه یو ځل بیا راتلونکې اونۍ په قاهره کې سره وګوري. د غزې د اوربند دغه نوی پړاو تېره پنجشنبه د قطر په دوحه کې د حماس له حضور پرته د امریکا، مصر، قطر او اسراییل ترمنځ پیل شوی و.