اقتصاد وزارت وایي، چې افغانستان اوسمهال د اوسپنې تولید برخه کې پر ځان بسیا شوی او دې ته اړتیا نشته چې نور له سیمې او نړۍ څخه افغانستان ته اوسپنیز توکي راوارېد شي. د څرخي پله په صنعتي پارک کې د اوسپنې تولید د یوشمېر کارخونو مسوولین وايي، د اوسپنيزو توکو تولید په برخه کې یې د کورني بازار اړتیاوې پوره کړي او په نږدې راتلونکي کې به ترکمنستان هېواد ته د ګول سیخ صادرات پيل کړي. په ورته وخت کې د افغانستان د اوسپنې ویلي کېدو ټولنه وايي، د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره د اوسپنې سکټور ته زیاتې اسانتیاوې برابرې شوي او په لویو پروژو کې له کورنیو تولیداتو ګټه اخیستنه زیاته شوې ده. د افغانستان د اوسپنې ویلي کېدو ټولنې د معلوماتو له مخې اوسمهال د ټول هېواد په کچه ۴۳ د اوسپنې تولید کارخونې فعالیت کوي، چې نږدې ۵۰ زره کسان پکې په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار کولو بوخت دي.