د تخار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، تېر کال په دغه ولایت کې ۴۰ زره هکټاره ځمکه باندې شولې کرل شوې وې، خو روان لمریز کال کې په ۴۲ زره هکټاره کرنیزه ځمکه شولې کرل شوې دي. د یاد ریاست د مسوولینو په خبره د شولو کښتونو زیاتېدو سره په دغه ولایت کې د وریجو حاصلاتو زیاتېدو ته هیلې زیاتې شوي دي. خو یو شمېر کروندګر د اوبو کمښت د خپلو کرنیزو فعالیتونو پر وړاندې جدي ستونزه ګڼي او د مسوولینو د ملاتړ غوښتونکي دي. تر غنمو وروسته شولې د هېواد په شمال او شمال ختځیو ولایتونو کې په زیاته پیمانه کرل کېږي، چې وریجي یې د پلازمېنې کابل په ګډون نورو ولایتونو ته هم لېږل کېږي.