د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو لویه کمېشنري وايي، په لوګر ولایت کې یو نوی جامع روغتیايي مرکز جوړوي. د یادې ادارې په وینا د دغه مرکز په جوړېدو سره به نږدې ۱۰زره کورنۍ له غوره روغتیايي اسانتیاو برخمنې شي. د دې ادارې د افغانستان څانګې نن پر خپله ټویټر پاڼه ویلي، چې دغه روغتیايي مرکز په داسې سیمه کې جوړېږي، چې زیات بېځایه شوي او نوي راستانه شوي کسان پهکې دېره دي. روغتیا نړیوال سازمان په تېره فبروري میاشت کې په یوه راپور کې ویلي وو، چې ۲۰۲۴م کال به د افغانستان روغتیايي سکټور ته له چلنجونو ډک وي.