اسوشېټیډ پرس خبري اژانس د امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې راتلونکې اونۍ به قاهره کې د غزې د جګړې د پای ته رسېدو په موخه د جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شي. دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اسوشېټیډ پرس ته ویلي، د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې ګټورې وې. د قطر په دوحه کې د امریکا په منځګړیتوب غزه کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه خبرې پیل شوې، چې پای ته ورسېدې. دغه چارواکي ویلي، دا تړون به د حماس او اسراییلو ترمنځ خنډونه له منځه یوسي. یاد چارواکي قاهره کې د یوه نوي اجرایي ټیم له رامنځته کولو هم خبر ورکړی، چې د لوجستیک، بشري مرستو د برابرلو او د تړون د شرایطو د پوره لوکولو په برخه کې به کار کوي.