د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین هند ته د شاوخوا ۱۲زره ټنه وچې میوې له صادرېدو خبر ورکوي. د مسوولینو په وینا هند د صادرې شوې میوې زیاته برخه ممیز دي. د مسوولینو په خبره سږ کال به کندهار کې د انګورو له سږنیو حاصلاتو ۱۶۴ زره ټنه ممیز ترلاسه شي. په ورته مهال د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه له دغه ولایته له هېواده د باندې د وچې میوې د صادراتو له پيل خبر ورکوي. د مسوولینو په خبره له تېرو څلورو میاشتو راهیسې له کندهار، هند ته له ۱۲ زره ټنه زیاته وچه میوه چې زیاته وچه میوه چې زیاته برخه یې ممیز دي، صادره شوې ده. د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ د دغه ولایت د وچې میوې صادرات، د هېواد د وچې میوې د صادراتو ۷۰ سلنه جوړوي، چې لویه برخه یې هند ته صادریږي.