د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وایي، نړۍ له داسې ناوړه ناروغۍ سره مخ ده چې په تاریخ کې یې هیڅ نمونه نه ده تکرار شوې. نوموړي په یوې مقاله کې لیکلي، کرونا ویروس هغه ناوړه ناروغي ده چې نړیوال یې اندېښمن کړي دي. هغه زیاته کړې، دا ناروغي چې په ډېر شدت سره ټولې نړۍ ته د خپرېدو په حال کې ده ورسره اندېښنې ډېرې شوې دي او ټوله نړۍ یې د روغتیایي، اقتصادي او سیاسي کشمکشونو سره مخ کړې ده. ګوترش لیکلي، چې نړۍ باید د وېرې پر ځای له یو بل سره په ګډه د دې ناوړه ناروغي پر وړاندې جدي او پیاوړې مبارزه وکړي. نوموړي د دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره تر ټولو غوره لار یووالی او ګډ کار بللی دی.