د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي، په غزه کې روانه جګړه ټولې سیمې ته د دوامدارې بېثباتۍ خطر پېښولی شی. السیسي ویلي چې، په غزه کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره باید له روانو مذاکرو د فوري حللارې په توګه استفاده وشي. د مصر ولسمشر د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر سټیفن سژورني سره تر کتنې وروسته دا څرګندونې کړې دي. له تېر پنجشنبې په قطر کې د منځګړو ترمنځ په غزه کې د جګړې د ختمولو مذاکرې روانې دي، چې موخه یې د جګړې د لا پراخېدو مخنیوی او د یرغمل شویو خلاصون ښوول شوی دی. د قطر، مصر او امریکا ترمنځ دغه مذاکرې تېره جمعه وځنډول شوې، خو ټاکل شوې دا مذاکرې دا وار په مصر کې بیا پیل شي.