د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف اوف ویلي، نږدې راتلونکي کې به تاشکند کې د افغانستان د سرپرست حکومت سفیر ومنل شي. عبدالله عارف اوف دغه څرګندونې د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال او ځینو نورو چارواکو سره په کتنو کې کړې دي. عارف اوف د افغان – ټرانس پروژې پلي کولو په برخه کې د ازبکستان د چمتووالي ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده چې دغه هېواد به ۵۰۰ افغان زده کړیالانو ته د کرنې په برخه کې د زده کړو زمینه برابره کړي. دغه کتنه کې سیاسي مرستیال د شانګهای همکاریو سازمان د ګډو اندېښنو د ځواب په موخه دغه سازمان کې د افغانستان غړیتوب ته هیله څرګنده کړې ده.