کندهار ولایت کې کروندګرو یو ځل بيا د کچالو کرلو ته مخه کړې ده. د دغه ولایت کروندګر وايي، د ګاونډیو هېودونو په پرتله د کندهار د کچالو کیفیت لوړ دی. دوی کچالو په دغه ولایت کې د نشه یې توکو ښه بدیل بولي، خو له سرپرست حکومته د ملاتړ غوښتونکي دي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال وايي، هېواد کې د نشه یي توکو د بدیلو کښتونو د پراختیا په موخه هڅې کوي، چې له دې لارې د کروندګرو اقتصاد ښه شي. هېواد کې د نشه یي توکو پر کښتونو له بندیز وروسته کندهار کې ډیری کروندګرو د زعفرانو، کچالو، ریحانو، اېنجې او سویابینو کرلو ته مخه کړې ده.