د ملي دفاع سرپرست وزیر د انګرېزي ښکېلاک څخه د خپلواکي اخیستلو ۱۰۵مې کالیزې په مناسبت غونډې ته خبرو کې ویلي، په لاس راغلې ازادۍ او خپلواکۍ لپاره باید هڅې وکړو او اجازه ورنکړو، چې خپلواکۍ اخېستلو ته زمینه برابره شي. نوموړي ویلي، د خپلواکۍ اخیستلو ورځو څخه د دې لپاره نمانځنه کوي، چې ځوان نسلونه باید پوه شي چې نېکونو یې څه ډول وکولی شول دغه ستر نعمت ترلاسه کړي. هغه د هېواد د خپلواکۍ د ساتلو په موخه له خلکو غوښتي، چې په خپلو کې یووالي او ورورولۍ ته لومړیتوب ورکړي او له قومي، ژبني او سمتي تعصبونو ډډه وکړي. نوموړي همداراز ویلي، د افغانستان ولس نه د چا فرمایش او نه هم فرمایشي حکومت مني.