د اوکراین د هوايي ځواکونو قومندان میکولا اولشوک پرون په خپل ټیلیګرام چېنل لیکلي، چې په یوه هوايي برید سره یې د کورسک په سیمه کې یو پل ویجاړ کړی دی. نوموړي ویلي دا چاره به د روسیې لوجستیکي توان لا پسې کمزوری کړي. دا دویم پل دی چې په یاده سیمه کې د اوکرایین لهخوا ویجاړېږي. روسي چارواکو د دې برید او د پله د ویجاړېدو په تړاو څه نه دي ویلي. تر دې وړاندې د روسیې پوځي بلاګرانو د کورسک په سیمه کې په یوه رود باندې د یوه مهم پله د ویجاړېدو انځور خپور کړی و. تېره جمعه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اوکراین تورن کړ چې د کورسک په ګلوشکوف سیمه کې یې د یوه مهم پله د ویجاړولو لپاره د اوږده واټن ویشتونکي امریکايي راکټونه کارولي او په دې سره یې هغه داوطلبان هم وژلي چې له دې سیمې یې د ملکیانو د ایستلو لپاره هڅې کولې.