د غور د بدني روزنې او سپورټ امريت مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د یوولسو لوبډلو ترمنځ د فوتبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې دي. د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ امر حیات الله توحیدي ویلي، چې په دغه ولایت د یوولسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې، چې موخه یې د ورزش پرمختګ او د یاد ولایت لپاره د ولایتي منتخب ټیم جوړېدل ښودلي دي. په ورته وخت کې یو شمېر لوبغاړو او ځوانانو د یادو سیالیو په ترسره کېدو خوښي ښودلې او په راتلونکي کې یې د ورته نورو سیالیو د برابرېدو غوښتنه کړې.