د بغلان د پاسپورټ امریت په تېرو درېیو کلونو کې ۲۴۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د یاد ولایت د پاسپورټ امر عنایت الله فاروقي ویلي، چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنۍ راپدیخوا یې ۴۶ زره ۹۰۶ کسانو ته پاسپورټونه وېشلي چې له درکه یې ۲۴۴ میلیونه، ۹۴۶ زره ۵۰۰ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې په یاد ولایت کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ په عادي ډول روانه او هره ورځ هېوادوالو ته خدمات وړاندې کېږي. ورته مهال د بغلان یو شمېر اوسېدونکي د یاد آمریت د هڅو ستاینه کوي.