د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال د پکتیکا ولایت پلتوني بند د چارو د پيل مراسمو کې ویلي، سرپرست حکومت دا درک کړې، چې د پیاوړي اقتصاد لپاره کرنه او د کرنې د پرمختګ لپاره اوبه تر ټولو مهمې دي. نوموړي ویلي، د همدې موخې لپاره سرپرست حکومت د اوبو مدیریت په خپلو لومړیتوبونو کې نیولی. ملا برادر ویلي، سرپرست حکومت د هېواد ځان بسیاینې، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د نورو برخو ترڅنګ د طبیعي سرچینو مدیریت لپاره قوي اراده لري. هغه زیاته کړې، سرپرست حکومت د هېواد په کچه د هغو لویو او متوسطو بندونو ارزونه کړې، چې کارونه یې نیمګري او یا هم نه و پیل شوي، په خبره یې د بندونو د چارو بشپړولو لپاره یې جامع کاري پلانونه جوړ کړي، چې له مخې یې د ډېرو بندونو عملي چاري هم پیل شوې دي. د پکتیکا ولایت د پلتوني بند د شاوخوا ۲۵میلیونه مترمکعب اوبو زېرمه او ۲۵۰۰هکتاره ځمکې د خړبولو ترڅنګ د ۹۳۵کیلواټه برېښنا د تولید ظرفیت هم لري. د دې بند په بشپړېدو سره به د پکتیکا ولایت مرکز شرنې سربېره د نیږدې سیمو تر ځمکې لاندې اوبیزې زېرمي پیاوړې، کرنیزې ځمکې پراخه، سېلابونه به مهار او د چاپېریال په خوندي ساتلو کې به رغنده رول ولوبوي.