د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد صدراعظم نریندرا مودي اوکراین ته سفر کوي. په نوي ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو وزارت پولنډ او اوکراین ته د مودي د سفر دقیقه نېټه نه ده په ډاګه کړې، خو هندي رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې هغه د روانې اونۍ په وروستیو کې ولاړ شي. مودي له روسیې سره د خپل هېواد د تاریخي تودو اړیکو د ساتلو تر منځ د یو نازک انډول په لټه کې دی، په داسې حال کې چې د سیمه ییز رقیب چین پر وړاندې د یو خنډ په توګه له لویدیځو هېوادونو سره نږدې امنیتي ملګرتیا غواړي.