د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د روان ۱۴۰۳ کال د چنګاښ د مياشتې د صادراتو او وارداتو ارقام راټول او تحليل کړي، چې له مخې يې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۹۳.۵ ميليونه ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۹۴۷.۵ ميليونو ډالرو ته رسېږي. دا په داسې حال کې ده، چې د همدې کال په غبرګولي مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۹۳.۳ میلیونو ډالرو ته رسېده.