د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په کابل کې د ازبکستان د محصولاتو او تولیداتو نندارتون او د دواړو هېوادونو د سوداګریز پیوستون کنفرانس د ۲.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د ۲۵ هوکړو په لاسلیک سره پای ته ورسېد. له دغه نندارتون څخه ۵۰ زره کسانو ليدنه کړې او په ۵۰ سکټورونو کې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټور ترمنځ تړونونه لاسليک شوي دي. د دې نندارتونونو د پای مراسمو کې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ویلي، ازبکستان د افغانستان صادراتو ته له ۱۰- ۷۵ سلنې تخفیف ورکړی دی. عزیزي ویلي، د دې تخفیف ترڅنګ یې د افغانستان صادراتي توکو ته بازار او لازمې اسانتیاوې برابرې کړې، څو چین او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته په مناسبه بیه صادرات ولرو.