د کندهار ځايي مسوولینو د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د څه باندې ۴۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو ژورو څاه ګانو د کیندلو چارو د پيل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د ښاري اوبو رسولو رییس ملا باچا یوسف ویلي، چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ماليې وزارت له لوري د ۴۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو څاه ګانو د کیندلو چارې پیل شوي چې په بشپړېدو سره یې د سیمې ۵ زره ۵۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي.