چین کې د افغانستان د سرپرست حکومت سفیر د چين ولسي جمهوریت د نړيوالې سوداګرۍ د پراختيا شورا د نړیوالو اړیکو د څانګې له مرستیال شان مینګ سره لیدلي. په دې لیدنه کې شان مینګ ویلي، غواړي د سالم ژوند، ځیرکو موټرو، پاکې انرژۍ، میکانیزه او حاصل خیز زراعت او ډیجیټلي سسیتم په برخو کې د همکاریو او تعاملاتو روان بهیر افغانستان ته هم وغځوي. مینګ زیاته کړې؛ په پام کې لري، چې د روان میلادي کال په نومبر میاشت کې د شاوخوا ۹۰ هېوادونو سربېره بیجینګ کې د افغانستان د سرپرست حکومت سفارت او افغان سوداګرو ته په یادو برخو نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړي. دغه راز افغان سفیر ویلي، چې افغانستان کې اوسمهال د پانګونې او سوداګرۍ لپاره ښه فرصتونه رامنځته شوي او د سرپرست حکومت لخوا د سوداګرو او پانګوالو ملاتړ تر بل هر وخت زیات شوی. نوموړي زیاته کړې؛ سرپرست حکومت چمتو دی، چې د ګډو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره لازم پرمختګونه رامنځته شي.