د افغان فلم په ریاست کې درې مستند فلمونه نندارې ته وړاندې کړل شول. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین عتیقالله عزیزي د درې مستندو فلمونو د نندارې په پروګرام په پیل کې، په هېواد کې د مستندو فلمونو تولید ډېر مهم بللی او زیاته کړې یې ده چې، دا ډول فلمونه کولای شي، د هېواد تاریخ منعکس کړي. په دغه پروګرام کې د افغان فلم رییس فیض محمد جلالي وایي چې، د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته یې په افغان فلم کې د مستندو فلمونو د تولید په برخه کې ښې لاستهراوړنې لرلي او په هېواد کې د دغو مستند فلمونو پر زیاتېدو ټینګار کوي. د دغو مستندو فلمونو ډایرکټران که څه هم نندارې ته د خپلو فلمونو پر وړاندې کولو خوښ دي؛ خو له سرپرست حکومت د مالي ملاتړ غوښتنه کوي.