د هرات د صنایعو او کانونو خونه وايي، چې د ایران وارداتي بر ېښنا په پرېکېدو او کمېدو سره د دغه ولایت د صنعتي ښارګوټي تولیدات ۸۰ سلنه کم شوي. د دې خونې د مسوولینو په وینا د برېښنا نشتون له امله ډیر تولیدي کارخونې له فعالیته لوېدلې دي. اخوا د هرات د برېښنار ریاست هم مني، چې ایران هېواد دغه ولایت ته وارداتي برېښنا کمه کړې او کله ناکله ان په بشپړ ډول پرې کېږي. د هرات د صنایعو او کانونو خونه وايي، چې د هرات صنعتي ښارګوټي کې څه د پاسه ۸۰۰ تولیدي کارخونې فعالیت کوي، چې د برېښنا په پرېکېدو سره ۸۰ سلنه کارخونې له فعالیته لوېدلې دي. د دې خونې د شمېرو له مخې د صنعتي کارخونو د فعالیتونو په ځنډېدو سره نږدې ۵۰ زره کارکوونکي هم اوزګار شوي دي.