د بغلان امنیتي مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت د خنجان ولسوالۍ په سالنګ کچکي سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. امنیې قومندانۍ په خبرپاڼه کې د ترافیکو مدیریت د پېښو د څېړنو امر له قوله ویل شوي چې پېښه د خنجان ولسوالۍ د سالنګ کچکي په سيمه کې د يوه لنډکروزر موټر او یو کرولا موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې، چې پکې ۴ تنه مړه او څلور نور ټپيان شوي دي. خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه ترافيکي پېښه د موټر د تخنيکي ستونزو له امله رامنځته شوې او د دغې پېښې ټپيان او مړه شوي کسان د سيمې د خلکو له خوا ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي. د یوبل خبرله مخې، د بامیانو امنیتي مسوولینو هم د یاد ولایت د نمبر ۱ یکاولنګ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله د ۲ تنو د مړه کېدو خبرورکړی دی.