د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، چې سېلابونو تېره شپه د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند غوچکو سیمه او د سره رود ولسوالۍ چمتلې ښارګوټي سربېره یې ماما مېنه کې لسګونه کورونه او هټۍ زیانمنې کړي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې د تېرې شپې دې سېلابونو کې یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس ټپي دی. د ننګرهار د اطلاعاتو کلتور ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشي ویلي، ننګرهار کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست له امنیې قومندانۍ او نورو اړوندو ادارو سره په اړیکه کې دي، څو زیانمنې شوې کورنۍ وژغوري او دوی ته په وخت سره بېړنۍ مرستې ورسوي.