د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د اټکل له مخې؛ سبا او بله ورځ په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، بامیان، کابل، لوګر، میدان وردګ، غزني، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د تېز باران، تالندې او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی. همدارنګه په شمالي، لویدیځو، سویلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د توپانونو وړاندوینه شوې، چې چټکتیا يې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلو مترو پورې ښودل شوې ده.