د افغاني سرې میاشتې مسوولین وايي، په تېره یوه میاشت کې په هېواد کې پر زړه سوري اخته څه باندې ۱۰۰ ماشومانو ته يې د درملنې زمینه برابره کړې. د دغې ټولنې ویاند زیاتوي، د روغتیايي کلنیکونو او ګرځنده ټیمونو له لارې څه باندې ۱۹ زرو کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي. بل پلو هغه کورنۍ چې ماشومان یې د سوري زړه ناروغۍ لري، وايي چې دوی له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او پر دې خوښ دي چې د دې ټولنې له لوري یې د ماشومانو درملنه شوې ده. د افغاني سرې میاشتې ټولنې په وینا، هغه ماشومان چې د سوري زړه ناروغۍ لري، د درملنې لګښت یې له دوه تر درې نیم زره ډالرو پورې دی.