ختیځو ولایتونو کې د غالیو تولیدونکو او صادرونکو اتحادیه د خپلو توکو لپاره د بازار له نشتوالي شکایت کوي. دوی وايي، د خپل تولید لپاره د خامو موادو، مناسب بازار او بهر ته د خپلو توکو د لېږد په برخه کې د هوايي دهلېز نشتوالی هغه ستونزې دي، چې دوی یې له مالي ستونزو سره مخ او پر چارو یې منفي اغېز کړی دی. په ورته مهال د ننګرهار ځايي مسوولین وايي، پلان لري، چې په نږدې راتلونکي کې په کور دننه د تولیدوونکو غالیو د بازار ښه والي لپاره په لویه کچه نندارتون جوړ کړي، چې پر مټ به یې د غالیو تولیدوونکو اوسنۍ ستونزې هوارې شي. د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې شاوخوا ۳۵۰ لویې او وړې کارخونې شتون لري، چې زرګونه کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.