د پاکستان حکومت وايي، د ایران په یزد کې د موټر د چپه کېدو له امله د دغه هېواد ۳۵ زیارتوال مړه او ۱۵ نور ټپي شوي دي. تر دې مخکې د ایران چارواکو ویلي و چې په دغه پېښه کې ۲۸ کسان مړه او ۲۳ نور ټپي شوي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې په تړاو د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې ده. د یزد د بېړنیو چارو ادارې په خبره، موټر بېګا له سړک اوښتی او چپه شوی، چې له امله یې اور لګېدلی او د زیارتوالو مړینه هم د همدې اور له امله ده. د پاکستان چارواکي وايي، د موټر برېک کار پرېښودلی او دا پېښه شوې ده. د دې پېښې ډېری قربانیان د سیند د لړکانا، غوټکي او نورو سیمو دي. د پاکستان لومړي وزیر او ولسمشر د دې پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې بېړنۍ روغتیا غوښتې ده.