د پاسپورټ عمومي ریاست مسوولین وايي چې هېواد کې د پاسپورټ وېش بهیر روان دی او دا مهال هره ورځ ۱۲زره پاسپورټونه وېشل کېږي. د یاد ریاست ویاند نورالله پتمن ویلي، ولایتونو کې د پاسپورټ غوښتونکو شمېر کم شوی او په وینا یې، مرکز او ولایتونو کې د پاسپورټ وېش عادي حالت ته ګرځېدلی دی. د یاد ریاست د مسوولانو په وینا، دا مهال د کابل د پاسپورټ وېش په درېوو نویو جوړو شویو څانګو کې هره ورځ ۲۰۰۰ پاسپورټونه وېشل کېږي. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، یوازې شپږ زره پاسپورټونه کابل او پاتې نور یې، ولایتونو کې وېشل کېږي. د پاسپورټ عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، تېر کال یې څه باندې دوو میلیونه هېوادوالو ته پاسپورټونه وېشلې دي.