د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت د ۳۱ پروژو قراردادونه منظور او د اوو نورو تعدیل شوي. اقتصادي معاونیت وایي، په منظور او تعدیل شویو پروژو کې د بادغیس ابګردان ذخیروي بند د پاتې چارو بشپړول، د نغلو برېښنا د تولیدي کارخونې د یوه توربین بیا رغونه، په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا اړوند وسایلو چمتو کول، هېوادوالو ته د باکیفیته او چټکو مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو وړاندې کول، د هېواد په بېلابېلو ګمرکونو کې د خدماتو وړاندې کول، د بادغیس په قلعه نو ښار کې د اوبو رسولو لویې شبکې بشپړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي، چې د سرپرست حکومت له لوري تمویلېږي.