د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ملګروملتونو د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام (ایف اې او) په مالي ملاتړ د درې ولسوالیو پر څلور زره مالدارو د حیواني خوراکې برابرولو ماشینونه وېشل شوي دي. د یاد ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې دغه ماشینونونه د برهکي برک، څرخ او خوښۍ ولسوالي پر شاوخوا څلور زره مالدارانو وېشل شوي. د مسوولینو په خبره، له دغې مرستې څخه موخه له مالدارۍ څخه ملاتړ او عصري کول دي او زیاتوي چې د پخوا په پرتله په لوګر کې مالدارۍ د پام وړ پرمختګ کړی او د کرنې او مالدارۍ ریاست هڅه کوي چې مالدارانو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.