د پروان ولایتي مسوولین وایي، روان کال په دغه ولایت کې د شفتالو حاصلات د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات شوي دي. د پروان د والي ویاند ویلي، دغه ولایت کې پر ۱۶۱ هکتاره ځمکه د شفتالو باغونه کرل شوي چې روان کال ترې ۱۷۷۱مټریک ټنه حاصلات راټول شوي دي. د معلوماتو لمخې پروان کې د شفتالو کروندګرو ته د اړوند بنسټونو له لوري د نباتي ناروغیو درمل وېشل شوي دي. پروان چې د افغانستان له مرکزي ولایتونو څخه دی زردالو، انګور او مڼې یې هر کال د ګاونډیو ولایتونو په ګډون بهرنیو هېوادونو ته هم صادریږي.