د ولسمشر جوبایډن مرستیالې کاملا هریس پرون د ایلینوای ایالت د شیکاګو په ښار کې د ډیموکرات ګوند په کنوانسیون کې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د خپل ګوند نوماندي په رسمي ډول ومنله. د دیموکرات ګوند ملي کنوانسیون د دوشنبې په ورځ پيل شوی و او د دغه ګوند زرګونو چارواکو او غړو په کې ګډون کړی و. کنوانسیون د کاملا هریس د رسمي نوماندۍ له منل کېدو او د هغې له وینا وروسته پای ته ورسېده. کاملا هریس په خپلې وینا کې د خپلې کورنۍ او فعالیتونو په اړه هم خبرې کړې دي. ولسمشر جوبایډن تېره میاشت د جمهوري ریاست په ټاکنو کې له ټاکنیزو مبارزو لاس واخیست او اعلان یې وکړ چې په ټاکنو کې به په خپل ځای د خپلې مرستیالې کاملا هریس ننګه کوي. کاملا هریس ۵۹ کلنه ده. هریس د جمهوري ریاست تر مرستیالۍ مخکې په ۲۰۲۰ کې په سنا کې د کالیفورنیا استازې وه. ټاکل شوې چې د روان کال د نومبر په پنځمه نېټه به د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې کاملا هریس او ډونالډ ټرمپ له یو بل سره سیالي وکړي.