د هند صدراعظم نریندرا مودي نن د یو تاریخي سفر په ترڅ کې د اوکراین پلازمینې کیف ته ورسېد. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلینسکي په کیف کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې مودي ته ښه راغلاست ویلی دی. تمه کیږي چې له زیلینسکي سره په خبرو کې مودي له هغه څخه وغواړي چې د خبرو له لارې له روسیې سره جګړه پای ته ورسوي. هغه د هند لومړنی مشر دی چې اوکراین ته ځي. د روسیې په لویدیځه کورسک سیمه کې د اوکرایني ځواکونو د وروستیو بریدونو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ ډیپلوماتیکه حل لاره تر بل هروخت ناممکنه ښکاري. مودي له دې یوه ورځ وړاندې په پولنډ کې و او له هغه ځایه اوکراین ته ولاړ.