د پاسپورټ عمومي ریاست ویلي، چې پهکابل کې د پاسپورټ لپاره انلاین نوملیکنه نن پیل شوه. دغه ریاست وایي، د پاسپورټ ټولو غوښتونکو ته د انلاین غوښتنلیک تر بشپړولو وروسته د سیسټم له لارې د مراجعې نېټه هم ټاکل کیږي. تر دې وړاندې د پاسپورټ عمومي رییس ویلي و چې، د شنبې په ورځو د کابل مرکزي دفتر لپاره او د سې شبنې په ورځو به کابل کې نویو پرانیستل شویو څانګو ته د نوملیکنې انلاین سایټ پرانیستی وي.