د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولین وايي چې په تېر یوه کال کې د هېواد په کچه یو میلیون، ۵۲۵زره او ۴۰۰ کسانو ته د څښاک پاکو اوبه برابرې شوې دي. د یاد وزارت مسوولینو دغه څرګندونې نن په کابل کې د حکومت د یو کلنو لاستهراوړنو د تشرېح په پروګرام کې کړې دي. د مسوولینو په خبره په وینا، هېواد کې د یو میلیارډ افغانیو په ارزښت، د اوبورسولو ۲۶۶ پروژې هم پلې شوي او د ۱۴۹ پروژو چارې روانې دي. د ۱۴۹ روانو پروژو په بشپړېدو سره به ۶۶۴زره او ۹۱۶ کسانو ته د څښاک اوبه برابرې شي. په ورته مهال تېرکال د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ۱۰۰ چکډېمونه او بندونه جوړ شوې دي.