فاریاب کې د اقینې ګمرک رییس خلیل الرحمن مصطفی وايي، چې د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د دغه بندر له لارې د افغانستان په صادراتو کې ۵۰ سلنه زياتوالی راغلی دی. د نوموړي په خبره، د دغه بندر له لارې روان کال څلورو میاشتو کې ۶ زره ۳۵۰ ټنه صادرات شوي، په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې میاشت کې ۳ زره ۷۲۵ ټنه صادرات شوي وو. د هېواد په شمال کې شېرخان، حیرتان او اقینه هغه لوی سوداګریز بندرونه دي، چې له همدې لارو هېواد ته او له هېواد څخه بهر صادرات او واردات ترسره کېږي.