د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنې ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال سیالیو په پایلوبه کې ازبیکستان ته ۱-۰ په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه. دغه لوبه د تاجیکستان په کوربتوب د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د یادولو وړ ده چې د فوټبال ۱۷ کلنې ملي لوبډلې تر دې وړاندې کوربه تاجکستانۍ او دغه راز د قرغزستان لوبډلو ته هم ماتې وکړې وې. دا په داسې حال کې ده، چې د فوټبال ۱۷ کلنې ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال په دې سیالیو درې پرله پسې بریاوې خپلې کړې او هیڅ ماتې یې نه درلوده.