فرانسوي پولیسو د ټلګرام بنسټ ایښودونکی روسي، پول ډوروف نیولی دی. رویټرز خبري اژانس د فرانسوي رسنیو په حواله راپور ورکړی چې، پول ډوروف په خپله شخصي الوتکه کې په سفر و چې د فرانسې په بورګیټ هوایي ډګر کې د پولیسو له لوري نیول شوی دی. راپور کې راغلي، پول ډوروف ټلګرام کې جنایي فعالیتونو ته د اجازې ورکولو په تور نیول شوی دی.