د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ټولو ولسوالیو کې درې دیني مدرسې او ۱۵ ښوونځي بیا رغول کیږي. د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب رسنیو ته ویلي، چې دا ودانۍ د تېرو جګړو له امله ویجاړې شوې چې تازه د پوهنې وزارت په مالي لګښت د روان ۱۴۰۳ کال تر پایه په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې بیارغول کېږي. نوموړي زیاته کړې، چې دا پروژې د ازادې داوطلبۍ له لارې اعلان ته سپارل شوې چې د تدارکاتي پروسې له بشپړېدو وروسته به یې د بیارغونې چارې پيل شيد ویاند په خبره د یادو ودانیو له بیارغاونې سره به د دیني مدرسو زر تنه او د ښوونځیو ۷ زره او ۵ سوه زدهکوونکو ته د لیک لوست خوندي چاپیریال برابر شي.