په کابل کې د اقتصادي بریا او پرمختګ په نوم د کورنیو تولیداتو، کرنیزو محصولاتو او د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون پای ته ورسېد. د افغانستان د کانونو او صنایعو خونه وايي چې، په تېرو څلورو ورځو کې، کابو ۱۰۰ زره کسانو د هېواد په بېلابېلو سکټورونو کې له تولیداتو او حصولاتو لیدنه کړې ده. د دغې خونې لومړي مرستیال سخي احمد پیمان وویل، که د سرپرست حکومت مسوولین له صنعتګرو ملاتړ وکړي، هېوادوال هم له داخلي تولیداتو او محصولاتو استفاده وکړي او همداراز تولیدونکي هم ښه محصولات بازارونو ته وړاندې کړي؛ نو یو شمېر خلکو ته به د کاري زمینو له برابرېدو سربېره افغانستان په اقتصادي برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي. بلخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت له هېوادوالو غواړي چې، د هېواد د اقتصادي ودې لپاره، له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي. له دې سره سم، د کرنې او مالدارۍ او همداراز د کسبګرو خونو مسوولین هم له داخلي تولیداتو ملاتړ د افغانستان پر ځان بسیاینې لپاره یوازېنۍ لار ګڼي. دوی د داخلي تولیداتو او محصولاتو د معرفۍ او ورته د بازار موندنې لپاره د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل اغېزناک ګڼي.