د چمن پرلتوال وایي، که د پاکستان حکومت د چمن-سپین بولدک پر دروازه د پاسپورټ او ویزې شرط نه لرې کوي، نو دوی به د بلوچستان یو شمېر مهم سړکونه او لارې د ترافیکو پر مخ وتړي. په چمن کې د ځایي خلکو او کاریګرو لهخوا پیل شوی پرلت، چې د چمن-سپین بولدک پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د شرط په ضد روان دی، مسوولینو یې خبرداری ورکړی که غوښتنې یې ونه منل شي نو دوی به د بلوچستان یو شمېر مهم سړکونه او لارې د ټرافیکو پر مخ وتړي. د پرلت یو ځایي مسوول او د لغړي اتحاد مشر محمد ولي منډولی وایي، د پاکستان حکومت باید له دوی سره کړې ژمنه پوره کړي. د ده په خبره، د پاکستان د حکومت چارواکو وعده کړې وه چې د چمن-سپین بولدک پر دروازه به مسافرو او ځایي کاریګرو ته پر افغاني تذکره او پاکستاني شناختي کارډ د تګ راتګ اجازه ورکوي، خو دغه ژمنه لا هم عملي شوې نه ده.