د ارګ د خبر پاڼې له مخې د رییس الوزرا په مشرۍ د کابینې څلورمه غونډه شوې، چې پکې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې دي. د خبر پاڼې له مخې په دغه غونډه کې عامې روغتیا وزارت ته دنده سپارل شوې چې د درملو نرخونه کنټرول کړي او درملتونونه متوجه کړي څو د خلکو له مجبوریتونو ناوړه ګټه پورته نه کړي. په دې غونډه کې کورنیو چارو وزارت ته هم دنده سپارل شوې چې له نورو اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ دې د انساني قاچاق مخنیوي ته پام وکړي.