د سوډان په ختیځ کې د سختو سېلابونو راوتلو له امله د اربعات په نوم د اوبو بند مات شوی چې نږدې ۳۰ تنه یې مړه کړي او کابو ۲۰ کلي یې ویجاړ کړي دي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا د سوډان هغه سیمه ده چې کورنیو جګړو هم ډېره خرابه کړې ده. راپورونه وايي په دغه سیمه کې د سختو سېلابونو له امله ګڼ شمېر کسان تر اوسه لا درکه دي او ګڼ نور د څښاک پاکو اوبو د نشتوالي له امله د تندې له ګواښ سره مخ دي.